ایکنا نیوز د نیوزروم له قوله راپور راکړ، د الازهر اسلامي مرکز په يوې اعلامیې کې ټينګار وکړ چې په مسجد کې د بې ګناه او سوله غوښتونکو خلکو ټارکټ کول په داسې حال کې چې په عبادت بوخت وو، د بشريت خلاف جنايت دی او د هغو اخلاقي ارزښتونو پر وړاندې يو څرګند بريد دی چې د انسانانو د ژوند د ساتلو او د ټولنو دګډوډئ او ويرانۍ څخه د ساتنې لپاره رامینځته شوي دي او د دې جنايت کوونکو د ټولو ديني تعليماتو څخه انکار کول او د ټولو بشري او اخلاقي ارزښتونو د نه منلو په معنا دي .
الازهر د انډونشیا حکومت او ملت سره د خپلې بشپړ همغږۍ څرګندولو سره له الله تعالی څخه د ټپيانو لپاره د عاجلې روغتيا او د دې هېواد د خلکو او د نورو اسلامي هېوادونو لپاره له هر ډول زیان او ګواښ څخه د خوندیتوب دعا وکړه.

په عین حال کې،د الازهر له افراط پالنې سره د مبارزې د څار مرکز د انډونشیا په پلازمینه جاکارتا کې د تېرې ورځې کې د رامینځته شوې بوږنونکي پېښې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او وئیلي ئې دي،دا مرکز د انډونشیا جمهوريت، د هغو مسؤلينو او خلکو سره د خپلې ژورې خواخوږۍ او تسلیت په څرګندولو سره ،د کلاپا ګادينګ تعليمي کمپلېکس په مسجد کې د بم برید په کلکه غندو او باید چې عاملان ئې وپيژندل او سزا شي.
دا بدمرغه پېښه چې د څه د پاسه ۵۴ کسانو د ټپي کېدو لامل شوې چې د ځینو خالات مرګي حاله ښودل ښوي دي
https://iqna.ir/fa/news/4315414